ǃKung languages – !کونګ ژبې

املا یې (ǃXun or Ju) هم لیکل کیږي. کونګ ژبې د لهجو لړۍ ده. په نمیبیا، بوتسوانا او انګولا کې پرې کونګ خلک خبرې کوي. د ǂʼ امکوی ژبې په شمول !کونګ ژبې د ( Kxʼa) ژبو کورنۍ جوړوي. مخکې ګمان کېده چې !کونګ ژبې د کوی سن د ژبو د کورنۍ یوه څانګه جوړوي او یادې څانګې ته د شمالي کوی سن نوم اخیستل کېده، خو په دې ښودنه کې، کوی سن خپل یووالی ونه ښوده او اوسمهال دا ادعا ناسمه ګڼل کیږي خو له دې سره سره بیا هم د کوی سن انتروپولوجیکي کلیمه د چترۍ په توګه د کلیک ژبو لپاره کاریږي. د ویونکو شمېرنه یې په درېواړو هیوادونو کې ستونزمنه چاره ده ځکه چې د کرنې لپاره سره تیت پرک شوي خو د اټکل له مخې په ۲۰۱۵ کال کې ۷۷۰۰۰ کسان ګڼل شوي وو.

!کونګ ژبې د ډېرو کلیکونو له امله په ټوله نړۍ کې نامتو دي د بېلګې په توګه ! نوم یې. همداسې په ټوله نړۍ کې، ډېر پېچلي بې غږه او غږ لرونکي توري لري. ځینې غږونه یې پوزه کې تولیدیږي. د (ǃXuun) تلفظ : داسې [ǃ͡χũː˦˥] تلفظ کیږي، په لویدیځ کې !کونګ (ǃKung)، په تلفظ کې یې له اېکس مخکې کلیک اواز تولیدیږي کوم چې د سکاټلنډي یا جرمني (ch) ته ورته دی او ورپسې (u) اوږد پوزه کې تلفظ کېدونکی واول دی.

نومونه
د (ǃKung) کلیمه یوازې د یوې ژبې لپاره کاریږي خو کله چې د ژبو وړه کورنۍ جوړوي نو (Ju) نوم ورته اخیستل کیږي. همداسې !کونګ کله نا کله د شمال او شمال لویدیځ لهجو ته کاریږي. په سوېل او سوېل ختیځ کې لهجو ته (Juǀʼhoan) نوم اخیستل کیږي. د ټولو لهجو ویونکي ځان د !کونګ قوم ګڼي.

د (ǃXun) او (ǃXuun) املا د اوسني ادب املا ده کوم چې د ۱۹۷۵ کال د (Juǀʼhoan) ژبې له ǃXʼu(u)n او د اوسني ǃKu(u)n شکلونو سره تړاو لري. نورې املاګانې یې : ǃHu, ǃKhung, ǃKu, Kung, Qxü, ǃung, ǃXo, Xû, ǃXû, Xun, ǃXung, ǃXũũ, ǃXun, ʗhũ دي او د (Ju) نورې املاګانې Dzu, Juu, Zhu دي.


پروټو ژبې
د !کونګ پلرنۍ ژبه (Proto-Juu or Proto-ǃXuun) ده او د کلیک د تلفظ لپاره یې پنځه ځایونه لرل : غاښونو کې، د ژبې څوکه او د تالو پیل، تالو، د ژبې څوکه او پورته غاښونه، د ژبې وروسته لور ته تاوېدنه لکه د پښتو د ړ په تلفظ کې.


د لهجو ډولونه
!کونګ ژبې له یولس تر پنځلس پورې لهجې لري خو د لهجو ترمنځ یې پولې نه دي روښانه شوې. د شمال او شمال لوېدیځ یې د سوېل او سوېل لوېدیځ سره روښانه توپیر لري.

په ۲۰۱۰ کې (Heine & Honken) ټولې یولس لهجې په درې څانګو کې سره ووېشلې، ټولې لهجې یوه ژبه ګڼل کیږي. همداسې یې ویلي چې د شمال ختیځ د ټولو لهجو خلک له یو څو اصطلاح ګانو پرته د یو بل په خبرو پوهیږي خو د سوېل لویدیځ په خبرو نه پوهیږي.
ǃKung
لمړۍ څانګه
– Northern ǃXun
– Western ǃXun
دوېمه څانګه
– Central ǃXun
درېمه څانګه
– Southeastern ǃXun

په ۲۰۱۰ کې (Sands) !کونګ ژبې په پنځه خوشو وېشلي له کومو چې لمړۍ دوه خوشې یو بل ته ورته والی لري.
ǃKung
لمړۍ خوشه
: Northern ǃKung
– ǃʼOǃKung
– Maligo
دوېمه خوشه
: North-Central ǃKung
– Tsintsabis
– Okongo
– Ovambo
– Mpunguvlei
– ǀʼAkhwe (Ekoka)
درېمه خوشه
: Central ǃKung
څلورمه خوشه
Southeastern ǃKung
پنځمه خوشه
ǂKxʼauǁʼein

په ۱۹۹۷ کې (Snyman) په لاندې توګه ډلبندي کړي
ǃKung
1 – Southern (Žuǀʼhõansi)
– Epukiro Žuǀʼhõansi
– Tsumkwe Žuǀʼhõansi
– Rundu Žuǀʼhõansi
– Omatako Žuǀʼhõansi

2 – Central (ǃXũũ)
– Grootfontein ǃXũũ
– Tsintsabis ǃXũũ
– Okongo ǃXũũ

3 – Northern (ǃXũũ)
– Mpungu ǃXũũ
– Quilo/Cubango ǃXũũ
– Cubango/Cunene ǃXũũ

Share
Hide Buttons