د نر په جنسي سیستم کې د پروستات مرغړي په دواړو اړخونو کې کانالونه دی. هر یو یې تر دوه سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په پروستات مرغړي کې له اوږدو غزېدو وروسته په (colliculus seminalis) کې خالي. د انزال په وخت کې مني په دواړو کانالو کې بهیږي.
یو یا دواړه د انزال کانالونه کولای شي له زېږېدو وروسته بند وي او یا هم د (ejaculatory duct obstruction) په نامه د روغتیايي حالت له امله بند شي، که چېرې د انزال کانالونه بند شي نو د منیو ټوپ اچونه نا ممکنه کیږي او ممکن نرانو کې شنډوالی رامنځته کړي، یا هم مني انزال ونکړي او نشته وي. په انګریزۍ کې په منیو کې د ټوپ وهلو د ځانګړې نشتوالي ته (azoospermia) وایي، د منیو نشتوالي ته (aspermia) وایي. د درملنې لپاره د جراحي د بهیر نوم یې (Transurethral resection) دی په دې ډول جراحي کې یاد کانالونه پرانیستل کیږي تر څو مني په نومال توګه انزال وکړای شي. همداسې که چېرې د پروستات مرغړي کې پړسوب رامنځته شي هم یاد کانالونه بندولی شي.