Incus


د غوږ منځنۍ برخه کې درې هډوکي موجود وي په انګرېزۍ کې یې نومونه (the incus, the malleus and the stapes) دي. درېواړه (ossicle) جوړوي – په انګرېزۍ کې (ossicle) دوه مانا ګانې لري یوه مانا ډېر کوچنی هډوکی دی په ځانګړې توګه د غوږ د منځنۍ برخې واړه هډوکي؛ بله مانا یې په کلسیم کاربونېټ کلک شوی یا په کلسیم کاربونېټ بدله شوې برخه کوم چې د اسکلیټ یوه برخه جوړوي.

مخکې تر دې چې مغز د غږ څپې درک کړي د غږونو څپې باید غږیز کانال ته داخلې شي، د غوږ له پردې تېرې شي، د غوږ پردې ته د طب انګریزۍ کې (tympanic membrane) نوم اخلي او په عامه انګرېزۍ کې ورته (eardrum) وایي – له دې وروسته د غوږ منځنۍ برخې ته ځي، له دې وروسته د غږ څپې د غوږ درې هډوکي په خوځښت راولي دا درې هډوکي (malleus, incus, and stapes) دي. د انسان بدن کې تر ټولو کوچنی هډوکی (Stapes) دی.

د (malleus) هډوکی ځینې وخت له سټک یا چکش سر پرتله کیږي ځکه چې ضربه یې سټک ته ورته ده، او د (incus) په نامه هډوکي ته د سندان په څېر ضربه ورکوي – په انګریزۍ کې سندان ته (anvil) او سټک ته (hammer) وایي. کله چې دغږ څپې له دې هډوکو تېرې شي نو بیا له (stapes) هډوکي څخه تېریږي. د (stapes) شکل زین یا رکاب ته ورته دی.

د زین یا رکاب دوه څانګو ته (inferior and superior crus) نومونه اخلي، دا څانګې د غږ څپې د هډوکي مسطحې برخې ته لیږي، له دې برخې د غوږ داخلي برخې ته ځي او په همدې برخې کې عصبي مالوماتو (neural data) ته پروسیس کیږي تر څو د (cochlear) او سامعه عصب په ذریعه مغز ته انتقال شي.

که چېرې پورته درې یادو شو هډوکو کې یو هم زیان وویني ممکن انسان کوڼ شي او یا یې غوږونه دپ او د ټیټ غږ اورېدو وړتیا له لاسه ورکړي.

د غږ څپې کله چې د غوږ له بهرنۍ برخې منځنۍ برخې ته ځي نو په دې هډوکو کې لړزه تحریک کوي. یادې لړزې (cochlea) ته داخلیږي او په دې برخه کې غږ عصبي سګنالونو ته ژباړل کیږي او مغز ته لیږدول کیږي. د (incus) هډوکی د نورو دوو په منځ کې دی، څو برخې لري یوې سطحې ته یې سر (head) وایي او له (malleus) سره وصل ده، دوه نورو برخو ته یې (long and short crus) نومونه اخلي، د (short crus) برخه یې د منځني غوږ له وروستي دیوال سره وصل ده. د (incus) منځنۍ برخې ته تنه (body) وایي.

 

undefined

undefined