د وینې سور رګ دی او له (common hepatic artery) پیل شوی په ځینې خلکو کې له (left or right hepatic artery) پیل کیږي. د وړې کلمې د (duodenum) برخې وروسته او د لوزالمعدې مخکې برخې کې واقع دی، د صفرا له لیږدونکي کانال سره نږدې دی. وروسته ترې (retroduodenal artery) رګ څانګه شوی. د معدې او وړې کلمې وصل کېدونکې برخې ته اکسیجن لرونکې وینه انتقالوي. د هاضمې سیستم کې حیاتي رورل لري ځکه چې کلمو او معدې ته اړین توکي چمتو کوي تر څو نورمال فعالیت وکړي. په غیرې مستقیمه توګه لوز المعدې ته هم وینه لیږدوي. په داخل کې لوړ فشار لري او که چېرې زیان وویني نو انسان له ژوند ګواښونکي حالت سره مخ کولای شي – زیان لیدنه یې د بې کچې زیاتې وینې بهیدو لامل کیدای شي او انسان کې د (hemorrhage and hypovolemic shock) لامل کیدای شي. که چېرې یو کس (peptic ulcer disease complications) ولري نو امکان لري چې له دې رګ وینه وبهیږي.