سرطان، د سرطان ډولونه، د سرطان لاملونه او مخنیوی

کله چې په غیرې نورمال حجرو کې جنتیکي بدلون د حجرو د چټک وېش لامل شي نو سرطان رامنځته کیږي. جنتیکي بدلون ممکن تاسې ته په ارث له مور یا پلار پاتې وي او یا ممکن چاپېریالي فکتورونو تاسې کې رامنځته کړی وي. سرطان د ناروغیو لوی ګروپ دی او نورو نسجونو او غړو ته هم د خپرېدو وړتیا لرلای شي. د سرطان په چټکۍ سره وده کوونکې حجرې کولای شي تومور رامنځته کړي او د بدن په نورمال فعالیت کې د خنډ لامل کېدای شي. سرطان په نړۍ کې د مړینې د لویو لاملونو ترمنځ یو دی. په ۲۱ پېړۍ کې، په هرو شپږو کسانو کې یو د سرطان له امله مړ کیږي.

څه د سرطان لامل کیږي ؟
د سرطان تر ټولو عام لامل جنتیکي بدلونونه دي یا د حجرو په ډي اېن کې بدلون دی. د جنتیکي بدلون لامل ارثي او د چاپېریال د فکتورونو له امله وي. د چاپېریال سرطان زېږونکو فکتورونو ته د کارسینو جېن نوم اخلي.
– په کارسینوجېن کې فزیکي کارسینوجېن شامل دي لکه وړانګې او او ماوراء بنفش وړانګې
– کیمیاوي کارسینوجېن پکې شامل دي لکه د سګرټو لوګی، اسبېستوس منرال، الکول، ککړه هوا، ککړ خواړه او اوبه
– بیولوجیکي کارسینوجېن پکې شامل دي لکه ویروسونه، باکتریا او پرازیت

د سرطان د مړینې ۳۳ % لامل د تباکو، الکولو، کم خوځښت یا سپورت نه کولو، د کمې میوې او تازه سبزي کارولو له امله دی.

د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه
لاندې یاد شوي فکتورونه کولای شي تاسې په سرطان اخته کړي :
– تباکو
– د الکولو څکل
– هغه خواړه کوم چې پروسېس شوي وي لکه ساتل شوې غوښې، بوره لرونکي څښاکونه، پاکټونو کې بند هغه خواړه کومو کې چې مالګه کارېدلي وي لکه چپس، تصفیه شوي کاربوهایډرېټ، پروسېس شوي اوړه
– دروند فزیکي فعالیت یا سپورت نه کول
– ککړې هوا کې ژوند کول
– وړانګو ته څرګندتیا
– د لمر تېز پیتاوي ته کیناستل
– د ځینې ویروسونو له امله عفونیت په دې کې اېچ پایلوري، اېچ پي وي، بي او سي زېړی، اېچ ای وي، اېپسټین بار ویروس هم شامل دي

د سرطان خطر د عمر له زیتېدو سره زیاتیږي. تر ټولو زیات خطر یې تر ۷۰ او ۸۰ کلنۍ پورې وي او له دې پس یې خطر بېرته کمیږي. د عمر زیاتېدو کې ممکن د حجرې د ترمیم غیرې اغیزمن میکانېزم وي، ممکن د فکتورونو کوټه کېدل یا جمع کېدل یې لامل وي، ممکن کارسنیوجېن ته د څرګندتیا اوږده موده یې لامل وي. ممکن د یوې موجودې ناروغۍ له امله بدن کې پړسوب زیات شوی وي او د سرطان لامل شي د بېلګې په توګه د کولمې د ټپ او پړسوب ناروغي او یا د کرون ناروغي.

د سرطان ډولونه
د سرطان نوم له هغو حجرو او د بدن له برخې اخیستل شوی وي په کومو کې یې چې وده کړې وي. د بېلګې په توګه که یو سرطان په سږو کې پیل شي او ځیګر ته خپور شي بیا هم ورته د سږو سرطان نوم اخیستل کیږي. په ورته وخت کې د سرطان ځینې عامو ډولونو ته ځینې کلینیکي اصطلاح ګانې هم کاریږي.

– کارسینوما هغه سرطان ته وایي کوم چې پوستکي کې وده کړې وي او یا د بدن د یوه غړي په دیوال یا استر کې رامنځته شوی وي.
– سرکوما د نښلونکو نسجونو سرطان دی لکه د هډوکو، عضلو، کرپندوکي او د وینې د رګونو سرطان
– لوکیمیا د وینې سرطان ته وایي او د هډوکو په داخل کې په مغز کې وده کوي، د هډوکو مغز د وینې حجرې جوړوي
– لیمفوما او ماېلوما د ایمني سیستم او یا دفاعي سیستم سرطانونه دي

د سرطان نومونه : د اپنډکس سرطان، د مثانې سرطان، د هډوکو سرطان، د مغز سرطان، د تیانو سرطان، د رحم یا د ځلانځ د خولې سرطان، د غټې کولمې سرطان، د غوږ سرطان، د رحم د استر سرطان، د مرۍ سرطان، د مرۍ سرطان، د لوزالمعدې سرطان، د پښتورګو سرطان، د ځیګر سرطان، د شونډو سرطان، …

د سرطان علایم
که چېرې سرطان په لمړیو پړاونو کې تشخیص شي نو د درملنې امکان یې زیاتیږي او د مړینې نرخ یې کمیږي. د سرطان ځینې ډولونه په پیل کې علایم لري خو د ځینې ډولونو تشخیص یې تر وروستیو پړاونو پورې اسانه چاره نه وي.

عام علایم یې :
– بدن کې غوټه پیدا کېدل
– له مالوم لامل پرته د وزن کمېدل
– پر له پسې تبه
– ستړیا
– درد
– په بستره کې د شپې لخوا خولې کول
– په پوستکي کې بدلون
– په هاضمه کې بدلون
– ټوخېدل

د سرطان ځینې ځانګړي ډولونه خپل جلا علایم لري. که چېرې تاسې کې داسې علایم پیدا شي د کومو چې تاسې له خپلې روغتیا تمه نه کوئ نو اړینه ده چې ډاکټر ته د معاینې لپاره ولاړ شئ.

سرطان څرنګه وده کوي او څرنګه خپریږي ؟

د غیرې نورمال حجرو وېش
ستاسې بدن کې نورمال حجرې وده کوي او بیا وېشل کیږي. هره حجره د عمر ځانګړې موده لري او د هر ډول حجرې عمر له نورو ډولونو سره توپیر لري. که چېرې یوه حجره زیان وویني او یا مړه شي نو نوې حجرې یې ځای نیسي. سرطان یاد بهیر کې ګډوډي رامنځته کوي او حجرو کې د غیرې نورمال ودې لامل کیږي. په هره حجره کې ډي اېن اې لارښوونې لري او حجرې ته وایي چې څه وکړي، څرنګه وده وکړي او څرنګه ځان وویشي. په ډي اېن اې کې دوامداره بدلونونه رامنځته کیږي خو حجره دا تېروتنې بېرته سموي خو که چېرته تېروتنه بېرته ترمیم نشي نو حجره په سرطاني حجرې بدلېدای شي.

د تومور رامنځته کېدل
تومور د بدن په ځینو برخو کې روغتیایي ستونزې رامنځه کولای شي. ټول تومورونه سرطاني نه وي. کوم چې سرطاني نه وي د بدن نورو نسجونو او غړو ته د خپرېدو وړتیا نه لري. که چېرې تومور ډېر غټ شي نو د بدن په غړو فشار واردولی شي او یاده چاره په روغتیا کې ستونزې پیدا کوي.

مېټاسټاسېس
د سرطان ځینې ډولونه د وینې له لارې او یا د لنفاوي سیستم له لارې د بدن نورو برخو ته خپریږي. یادې چارې ته مېټاسټاسېس ویل کیږي. که چېرې یو سرطان د مېټاسټاسېس له لارې خپور شوی وي نو په وروستیو پړاونو کې وي، ډېری وخت یې درملنه ناشونې وي او د مړینې خطر پکې زیات وي.

درملنه
درملنه یې په مختلفو طریقو کیږي او طریقه یې له پړاو او ډول سره تړاو لري. په درملنه کې سیمه ایزه درملنه وي لکه عملیات، وړانګې، سیستماتیکه درملنه وي لکه درمل او کیمو تېراپي او ایمیونو تېراپي کوم چې په ټول بدن خپل اغیز لرلای شي، ارامونکې درملنه د سرطان له امله د رامنځته کېدونکو علایمو مخنیوی وي. ځینې وخت کې د سرطان د درملنې مختلف ډولونه کاریږي تر څو د سرطاني حجم تنه له منځه یوړل شي.

په عملیات کې د سرطان هره اندازه چې امکان لري پرې کیږي. عملیات سره د درملنې نورې طریقې هم کاریږي تر څو د ټولو سرطاني حجرو د له منځه وړلو ډاډ ترلاسه شي. کېموتېراپي کیمیاوي توکي دي او د حجرو لپاره زهري دي، انسان کې د سرطاني حجرو ترڅنګ د نورمال حجرو لویه برخه هم له منځه وړي. ډېری وخت که چېرې تومور موجود وي د خپرېدو مخنیوي کې یې مرسته کوي. په وړانګو درملنه کې د وړانګو ځواکمن متمرکز بیمونه کاریږي تر څو د سرطان حجرې ووژني. د بدن په داخل کې که چېرې په وړانګو درملنه کیږي دې ډول درملنې ته براکي تېراپي نوم اخلي او که چېرې له بدن بهر په وړانګو درملنه وي نو د وړانګو بهرنی بیم ورته ویل کیږي.

سټېم حجرې (د هډوکي د مغز بدلول) : کله چې د هډوکو مغز کې ستونزه وي نو روغتیا لرونکې حجرې پکې اضافه کیږي. که چېرې سټېم حجرې په هډوکو کې اضافه شي نو ډاکټر د کیموتېراپي لوړ ډوز د سرطان د درملنې لپاره کارولی شي. د سټېم حجرو درملنه ډېری وخت د وینې د سرطان د درملنې لپاره کیږي.

اېمینو تېراپي یا بیولوجیکي درملنه : د درملنې په دې طریقه کې ستاسې د بدن ایمني سیستم کاریږي چې په سرطاني حجرو برید وکړي. دا درملنه له انټي باډیز سره مرسته کوي چې سرطاني حجرې وپېژني او په طبیعي توګه درملنه وکړي.

د هورمون درملنه : د هورمون بلاک کول او یا لرې کول د هغو سرطانونو د ودې او خپرېدو مخنیوی کوي کوم چې په هورمون وده کوي لکه د پروستات او تیانو سرطان.

ځینې وخت کې هدفي درمل د دې لپاره کاریږي تر څو هغه مالیکول هدف کړي کوم چې د سرطاني حجرې په ژوندې پاتې کېدو او وده کې مرسته کوي.