Carpenter bee – ترکاڼه د شاتو مچۍ
د زایلوکوپیني یا زایلوکوپینای (subfamily Xylocopinae) فرعي کورنۍ ده. په انتوفوریدای کورنۍ (family Anthophoridae) کې ټولې وړې مچۍ دي. د ډلې نوم یې هیمېنوپتېرا (Hymenoptera) ده. په دې مچیو کې سېراتینا (Ceratina) تقریبا ۶ ملي متره اوږدوالی لري. د ونو په څانګه کې ځاله کوي. د دې مچیو ښځه لمړی ځاله تشوي او بیا یې په هګیو او ګردې ډکوي. د ځالې ځینې حجرې یې په لعاب ډکې کړې وي.
غټې ترکاڼې مچۍ چې زیلوکوپا (Xylocopa) نومیږي بمبل بي یا ببرې په غارونو کې ځاله کوونکو د شاتو مچیو ته ورته دي خو توپیر یې داده چې په خیټه باندې وېښته نلري او د وچو لرګیو په سوریانو کې ځاله جوړوي. زیلوکوپا په ځینو سیمو کې افت ګڼل کیږي ځکه چې د تعمیرونو او خونو د چت وچ لرګي د ځالې کولو لپاره سوري کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!