Carrion beetle – جسد خوړونکې ګونګټه

د کورنۍ نومې یې سیلفیدای (family Silphidae) ده. د حشرو د ډلې نومې یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. د دې ګونګټو ډېری د مردارو شوو حیواناتو په جسد خپل ځان تغذیه کوي. یو څو د شاتو د مچیو په ځاله (beehives) کې ژوند کوي. د بدن د اوږدوالي کچه یې ۳۵ ملي متره پورې رسیږي خو منځنۍ کچه یې تر ۱۲ ملي متره ده. د دې ګونګټو ډېری په خپل تېز رنګ کې روښانه نارنجي، زېړ یا سور رنګ لري خو ځینې تک تور دي او بل رنګ نلري. د دې ګونګټو انعطاف مننونکی بدن او وزرونه وړتیا ورکوي چې د مړ شوي حیوان لاندې ځان په سینه وڅښوي. ځینې یې خپل ځان په ځمکه کې خښوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons