Chewing louse – شخوند وهونکې سپږې

د امبلیسېرا او اېسکنوسېرا (suborder Amblycera and Ischnocera) فرعي ډلې دي. په انګریزۍ کې ورته خوله لږونکې (biting louse) سپږې هم وایي. تقریبا ۲۹۰۰ ډولونه لري چې بې وزره، وړې حشرې دي. د ډلې نوم یې فتیراپتېرا (order Phthiraptera) ده. خوله یې د شخوند وهلو برخې لري او په ټوله نړۍ کې موجودې دي. ډبل بدن لري او مخکنۍ لنډې پښې لري کومې چې خولې ته د خوړو د انتقال لپاره کاروي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۱ تر ۵ ملي متره پورې ده. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته. د ژوند دورې یې د میزبان په بڼکو یا وېښتو کې تېریږي او یو ډول یې د غوټه وهونکې قازې د مری په کیسه کې پټیږي.
شخوند وهونکې سپږې معمولا په مرغانو برید کوي او په ځینو تی لرونکو کې هم شته خو د انسان لپاره پرازیت ندي. کومې شخوند وهونکې سپږې چې په تی لرونکو کې پرازیت دي د پوستکي له ترشح، وچې شوې وینې، له وېښتو او د پوستکي له خیري ځان تغذیه کوي. همداسې دا سپږې د وینې زبېښونکې ندي. دا سپږې حیوانات سخت نا ارامه کولی شي. کله چې په کورنيو مرغانو کې پېدا شي نو د هګیو تولید کې یې کموالی رامنځته کیږي همداسې بې اشتیا کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons