Darkling beetle – د شپې لخوا فعاله لنډ وزرې یا بې وزرو ګونګټه
د کورنۍ نوم یې تېنېبریونیدای (family Tenebrionidae) ده. تقریبا د ګونګټو ۲۰۰۰۰ ډولونه دي. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (Coleoptera) ده او نوم یې ځکه (په تیاره کې) پرې اېښودل شوی چې د شپې لخوا فعالې وي. لنډې دي او تور تېز رنګ لري خو په ځینو کې بیا روښانه نښانونه هم لیدل کیږي. په ټولو لویو وچو کې شته خو په وچ ګرم اقلیم کې ډېرې عامې دي.
ډېر ډولونه یې په تجزیه کېدونکو وچو شنو ځان تغذیه کوي، ځینې د حیواناتو نسجونه خوري، ځینې په لرګي کې غارونه باسي، ځینې د نورو حیواناتو لاروای بچیان خوري او ځینې د مېږیانو په ځاله کې ژوند کوي.
په دې کورنۍ کې غټې ګونګټې په کچه او د شکل په جوړښت کې خورا زېات توپیر لري او له ۲ تر ۳۵ ملي متره پورې اوږدې پیدا کیږي. بدن یې له غټ څورب نیولې تر استوانه اي شکله پورې شته. مګر لاروای بچیان یې تر ۲۵ ملي متره پورې اوږده وي او د چونجي شکل لري.
د شاتو چونجي (mealworm) په نامه یې یو ډول لاروا بچیان دي چې علمي نوم یې تېنېبریو (Tenebrio) ده او مرغانو یا کبان ته د خوړو په توګه ورکول کیږي. یو بل ډول یې د ګل ګونګټه (flower beetle) ده چې دواړه ډولونه د ساتل شوې غلې لپاره افت ګڼل کیږي. د ګل ګونګټه په لابراتوار یا ازمېښتون کې د نسل د ایکولوجي د مطالعې لپاره هم کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!