Fox – ګیدړه

ګیدړه د سپي کانیدای کورنۍ (family Canidae) کې شامله ده. ډېر ډولونه لري چې ټول ډولونه یې اوږده ولاړ غوږونه، ببرې لکۍ، نري اوربوزونه او اوږده وېښته لري. ګیدړه نوم یوازې لس ډولونه ته کاریږي چې ریښتینې ګیدړې ګڼل کیږي په ځانګړي ډول سرې یا عامې ګیدړې ته چې په زړه او نوې نړۍ دواړو کې شته دي. د نسل علمي نوم یې (Vulpes) ده. خو نور ډولونه لکه د شمالي امریکا خړه ګیدړه (North American gray fox)، د جنوبي امریکا د ګیدړو پنځه ډولونه ( South American foxes)، دشمالي قطب سپینه او نیله ګیدړه (Arctic fox white and blue fox)، د اسمان څکالي ته ورته غوږ لرونکې ګیدړه ( bat-eared fox)، چنګاښ خوړونکې ګیدړه (crab-eating fox) له بل نسل سره تړاو لري او ریښتینې ګیدړې نه ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons