Gray fox – خړه ګیدړه
د نسل علمي نوم یې (Urocyon cinereoargenteus) ده، د نوې نړۍ ګیدړې دي او د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. له کاناډا تر جنوبي او شمالي امریکا پورې په ځنګل لرونکو کلیو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې خړ ده خو له نورو ګیدړو سره یې توپیر په غاړه، پښو، غوږونو او لکۍ کې له سره رنګه کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې ۵۰–۷۵ سانتي متره پورې پرته له ۳۰–۴۰ سانتي متره لکۍ رسیږي. له ۳–۶ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. له سرې ګیدړې لږ هوښیاره او فرېب ورکوونکې خو ډېره په یوازېتوب کې ژوند کوونکې ده. د نورو ګیدړو بر عکس دا ګیدړه ونو ته خیژي. مختلف ډوله خوراکونه کوي: حشرې خوري، مرغان نیسي، واړه تی لرونکي او ځینې میوې خوري. د شپې لخوا فعاله (nocturnal) ده. په پسرلي کې له ۲ تر ۷ پورې بچیان زېږوي او د اومیندوارۍ نېټه یې تقریبا ۶۳ ورځې ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!