Gray wolf – خړ لیوه

د نسل او ډول علمي نوم یې (Canis lupus) ده. په انګریزۍ کې ورته (timber wolf) هم وایي. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. د شمالي نیمې کرې په پراخو سیمو کې ژوند کوي. تر اوسه یې ۵ فرعي ډولونه په شمالي امریکا کې پېژندل شوي او ۱۲ ډولونه یې په اوراسیا او یو ډول یې افریقا کې شته.
 
غټ د کانین غاښونه لري، د بوی حس یې ډېر تېز ده، په خپل ښکار پسې په یوه ساعت کې ۶۰ کیلو متره منډه وهلی شي. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر دوه متره چې ۵۰ سانتي متره لکۍ هم پکې شامله ده رسېږي. د لوړوالي کچه یې تر ۷۶ سانتي متره او وزن یې تر ۴۵ کیلو ګرامه پورې رسېږي. مګر وزن یې له جغرافې سره هم تړاو لري په ځینو سیمو کې له ۱۴ تر ۶۸ کیلو ګرامه پورې هم شته دي. د ښځینه وزن یې له نر څخه ۲۰% کم وي. د دې لیوانو تر ټولو غټ یې د اسیا په شمال، د کاناډا د غرب منځنۍ سیمه کې او الاساکا کې پیدا کیږي خو واړه یې په هند، عربستان او منځني ختیځ کې ژوند کوي. د بدن د وېښتو پاسنۍ برخه یې خړه ممکن نصواري سور یا تور رنګ ولري او لاندې برخې لکه خېټه او داسې نورې برخې یې روښانه رنګ لري. په شمالي قطب کې د دې لیوانو ډول ټول بدن روښانه سپین ته ورته رنګ لري.
 
خړ لیوان معمولا تر ۲۴ غړو پورې په ډله کې ژوند کوي خو تر ټولو عامه ډله یې له ۶ تر ۱۰ پورې لیوان وي. په دې لیوانو کې ډله یوه کورنۍ وي چې مشري یو مشره جوړه کوي. په دې ډله کې لیوان مختلف عمرونه لري چې له یوې جوړې زېږېدلي وي. په دې ډله کې رتبې ټاکل کیږي تر څو نظم وساتل شي. کومه جوړه یې چې مشري کوي په تکراري ډول د ډلې نور ټول لیوان د کړنو لپاره هدایت کوي. ښځینه یې د وړو د خیال ساتنې او د دوی د دفاع کړنې څاري او نر یې د خوړو د لاسته راوړلو طریقه او د دې لپاره سفر څاري او رهبري کوي. دواړه نر او ښځه یې د بل حیوان په وژنه او ښکار کې ډېر فعال دي خو په اوړي کې بیا یوازې ښکار کوي.
د یوې ډلې سیمه له ۸۰ تر ۳۰۰۰ کیلو متره مربع پورې وي چې د ښکار له پرېمانۍ سره تړاو لري. نږدې بلې د لیوانو له ډلې څخه د خپلې سیمې په کلکه دفاع کوي.
لیوان له یو بل سره د لید په ذریعه (د لکۍ ښورونه، د وېښتو درونه، د څېرې د اشارې په څرنګوالي) خبرې کوې له دې پرته غږ او د بوی پرېښودنې په ذریعه هم یو بل ته پیغام ورکوي. خپلې بولې د خپلې سیمې په پولو کې کوي چې نور لیوان یې له بوی څخه په دې پوهیږي چې د بلې ډلې سیمه ده. که چېرې دې سیمه ته د نږدې لیوانو د ډلې کوم غړی داخل شي نو ډېر وخت یې وژني مګر ځینې وخت یې د ځینې شرایطو له مخې په خپله سیمه کې مني.
 
د مثل تولید یې د فېبرورۍ او اپرېل میاشتې تر منځ وي د اومیندوارۍ موده یې تقریبا دوه میاشتو پورې وي چې له ۵ تر ۶ واړه بچیان په پسرلي کې زېږوي. خپل بچیان په طبعي غار کې کوي چې غار یې د لویو ډبرو تر منځ وي له دې پرته کنده شوې ځمکه هم د بچیان لپاره کاروي په انګریزۍ کې یې غارونو ته د (den) نوم اخلي. د بچیان له مور پلار پرته د کورنۍ ټول غړي اجازه لري چې د بچیانو خیال وساتي په ځانګړي توګه هغه لیوان چې د خیال ساتنې لیوالتیا ښي. له ۶ تر ۹ هفتو پورې د مور شیدې روي خو له دې وروسته غوښه ورکول کیږي. کله چې بچیان وزېږوي د خپلې سیمې تر څنګ د بچیانو ساتنه هم کوي.
کله چې دوه یا درې کاله په ډله کې تېر کړي نو ډېر یې ډله پرېدي او د جوړې په لټه کې وي او یوه نوې سیمه ځانته ټاکي دا هم امکان لري چې له دې جوړې سره بله جلا ډله جوړه کړي او کوم چې په ډله کې پاتې کیږي ممکن د خپل مور او پلار ځای ونیسي او له یوبل سره بچیان وزېږوي. کوم یې چې ډله پرېدي نو له خپلې ډلې تقریبا تر ۸۸۰ کیلو متره پورې لرې ځي.
 
خړ لیوه ډېر وخت د شپې لخوا ښکار کوي په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې انسانان ډېر وي او یا هوا توده وي. ډېر وخت بیغورن پسونه، اېلک، کاریبو هوسۍ، هوسۍ غویان او داسې نور تعقیبوي له تعقیبولو وروسته یې دروي او د خولې لګولو په ذریعه یې را غورزوي. که چېرې سیمه کې صحرایي سویان موجود هم یې ښکار کوي. د کاناډا په ځینې سیمو کې له اوبو کبان هم رانیسي. لیوه چې کوم حیوانات وژني یا ډېر واړه وي، یا کمزوري وي او یا ډېر زاړه شوي وي. کله چې یو حیوان ښکار کړي هر یو یې له ۳ تر ۹ کیلو ګرامه پورې غوښه خوري او بیا تر ډېر ځنډه پورې همدې سیمه کې منتظر پاتې کیږي. که چېرې ښکار ورته پیدا شي نو ډېر کم وخت په کورنیو حیواناتو برید کوي او یا د کورنیو حیواناتو سپي وژني، که چېرې یې تعداد خورا زېات شي بیا په ډېره ډاډه توګه د کورنیو حیواناتو په سپیانو او حیواناتو برید کوي مګر په ځینو سیمو کې یوازې وحشي حیوانات ښکار کوي. په اوراسیا کې ډېر وخت مېږې داړي او یا هم له انسان څخه په پاتې شونو خپل ځان تغذیه کوي. معمولا انسان ته له نږدې کېدو ډډه کوي خو دهند، اوراسیا او شمالي امریکا په ځینو سیمو کې یې پر انسانانو برید کړی او په یادو سیمو کې یې ځینې خلک وژلي.
 
د لیوه تر ټولو لوی دښمن انسان ده ؛ دوېم لوی دښمن یې مرضونه او پرازیت (canine parvovirus, distemper, rabies, blastomycosis, Lyme disease, lice, mange, and heartworm) دي؛ درېم لوی دښمن یې د بل لیوه لخوا وژل دي؛ څلورم لوی دښمن یې لوږه (starvation) ده خو که چېرې له دې ټولو ژوندی پاتې شي نو تقریبا تر ۱۳ کالو پورې ژوند کوي.
 
پخوانیو خلکو لیوه یو ډېر ګټور حیوان ګڼه. ډېرو یې د چلند نقل کوه او لیوه یې یو هوښیار حیوان منلی وو خو په اوسني وخت کې لیوه شیطان ته ورته حیوان او انسان ته زېان رسونکی ګنل کیږي په ځانګړې توګه په اوراسیا کې خلک فکر کوي چې د کورنیو حیواناتو لپاره خطرناک ده او ځینې یې بیا د لوبو او سپورت لپاره ښکار کوي. په ټولې ۱۹ او د ۲۰ پېړۍ پېل کې اروپایانو او امریکانو په لسګونه مختلفو طریقو لیوان مړه کول چې پای کې د لیوانو نسل له ټول امریکا ورک شو او یوه ډېره کمه برخه د امریکا د شمال شرقي سیمې په یوه څنډه کې پاتې شوه. په ۲۰ پېړۍ کې د لیوانو قانوني ساتنې یا حفاظت جوړ او ښکار یا وژنه یې چې کله جرم وګڼل شوه نو په شمالي امریکا او اروپا کې یې نسل بېرته په زېاتېدو شو.
په کال ۱۹۹۸ کې د لیوانو شمېر په شمالي امریکا کې ۶۵۰۰۰–۷۸۰۰۰ پورې اټکل شوی وو؛ په کاناډا کې هم د لیوانو زېات شمېر شته خو قانوني حفاظت یې یوازې په ولایتي پارکونو کې کیږي مګر په امریکا کې په هر ځای کې د قانون له مخې محفوظ دي. د اوراسیا کې د لیوانو شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ زېات اټکل شوی او د اوراسیا ځینې ملکونه یې په مختلفو کچو قانوني حفاظت کوي. لیوان د پخوا په پرتله تر اوسه د خپلو سیمو د درېمې برخې په دوه برخو کې ژوند کوي. د انسان سره نږدې ژوند اختیار کولای شي خو که چېرې د انسانانو لخوا تعقیب نشي او په سیمه کې خواړه وموندلای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons