Dingo – وحشي یا نیمه کورنۍ سپی
په انګریزۍ کې ورته (warrigal) هم وایي. د کورنۍ نوم یې کانیدای (Canidae) ده. اصلي ځای یې استرالیا ده خو باور کیږي چې زرګونه کاله وړاندې یو کس له ځان سره استرالیا ته انتقال کړی. ځینې کارپوهان باور لري چې دا سپیان دسپي فرع نسل (Canis lupus familiaris dingo) ده خو ځینې باور لري چې د لیوه فرعي نسل (Canis lupus dingo) ده مګر ځینې بیا په دې اند دي چې ډینګو جلا ډول (Canis dingo) ده. ډینګو نوم د مالیزیا، تایلنډ، فلپاین او نیو ګینې وحشي سپیانو ته هم کاریږي.
په استرالیا کې د دې سپیانو موندل شوی تر ټولو زوړ جسد تقریبا ۳۵۰۰ کاله زوړ ده. مطالعې ښي چې استرالیا ته په لمړي ځل ډینګو له ۴۶۰۰ – ۱۸۳۰۰ کلونو وړاندې ترمنځ انتقال شوی. خو برعکس استرالیا ته انسانان تقریبا ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې کډوال شوي کوم چې د سپي له کورني کېدو سره تقریبا ۲۰۰۰۰ کاله توپیر لري. خو تر اوسه مالومه نده چې ډینګو له کورني شوي سپي زېات شوي او وروسته بېرته وحشي شوي او که له پېل څخه وحشي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!