Bali cattle – بالي غوییز

کورني غوییز دي او نسل یې له بانټینګ اخیستل شوی. د غوښې د مارکېټ لویه برخه جوړوي او ډېری خلک یې د قلبې لپاره ساتي. ګمان کیږي چې نسل یې د اېندونیزیا په بالي کې اخیستل شوی وي. د ډول علمي نوم یې (Bos javanicus domesticus) دی. په انګریزۍ کې ورته (Balinese cattle, domestic banteng or Bali banteng) عام نومونه هم کاریږي.

د بالي غوییزو پلرونه اوروکس نه دي او تقریبا له زېږېدیز کال څخه۳۵۰۰ کاله وړاندې کورني شوي. نسل یې د تیمور ختیځ، استرالیا، مالیزیا او جاوا ته هم خپور شوی. په اېندونیزیا کې د غوییزو له څلورو برخو یوه برخه جوړوي. په استرالیا کې یې له بندو ځایونو تېښته کړې او اوسمهال ازاد ګرځېدونکي دي کوم چې کرنې ته کله نا کله لوی زیان هم اړوي.

په ملا کې کوبی لري، پښې او د ګېډې لاندې برخه یې سپینوالی لري، د غویي رنګ یې سور نسواري او د غوا زېړ رنګه سور وي. د بانټینګ په پرتله کم جنسي ډیمورفېزم لري. واړه لنډ ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۳۳۵ تر ۳۶۳ کیلو ګرامه او د غوا له ۲۱۱ تر ۲۴۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

بالي غوییز هوسۍ ته ورته والی لري، له انسانانو ویره کوونکي او تېښته کوونکي دي. بوټونه یې ډېر نرم دي او له همدې امله پرې پخو سرکونو کې بار نشي وړل کېدای خو د وریژو پټیو کې د قلبې او نورو چارو لپاره کارېدای شي. ښاري پراختیا او د ماشینونو کارېدنې یې کاري موخه تر پخوا کمه کړې.

د خسکیانو غوښه یې ښه مارکېټ لري خو د خسکیانو د لوړې کچې مړینه، ژر وزن نه اخیستل، او د شیدو کم تولید یې ډېر خلک نه خوښوي. له ډېرو ناروغیو سره مقاومت لري خو له (malignant catarrhal and Jembrana disease) سره حساس دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons