Camelops – غټ اوښان
د غټو اوښانو له منځه تللی نسل ده، چې د پلیوسېن وخت (Pliocene Epoch) له پای څخه یې تر پلیسټوسېن وخت (Pleistocene Epoch) تر پایه (د ۳.۶ میلیونه ۱۱۷۰۰ کلونو وړاندې تر منځ) یې ژوند کوه. دا اوښان د شمالي امریکا په غربي سیمه کې او له مکسیکو تر الاسکا پورې شته وو. تر اوسه پورې یې د شپږ ډولونو جسدونه موندل شوي چې په بدن کې ډېر ورته والی عربي اوښانو (Camelus dromedarius) ته لري. دې اوښانو غټې ډبلې اوږدې پښې لرلې او ممکن یو کوبی یې هم لره ځکه چې د وجود مطالعه یې د کوبي جوړښت هم ښي. د دې اوښانو د نسل له منځه تلو وخت کې ډېر نور غټ تی لرونکي هم له منځه تللي چې لامل یې تر اوسه نده څرګند.
Comments
So empty here ... leave a comment!