Chiru – د تبت چیرو
د ډول علمي نوم یې (Panthalops hodgsoni) ده او په انګریزۍ کې ورته (Tibetan antelope) نوم هم اخلي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. د تبت د لوړو هوارو بې ځنګلو شنه سیمه کې ژوند کوي. نر یې اوږده نری ښکرونه لري او ښځینه یې بې ښکرو وي. د مخ دواړه خواوې یې لږ پړسوب لري چې د هوا کیسې دي او د غږ د تولید لپاره یې کاروي.
نر یې تر ۸۳ سانتي متره پورې لوړوالی او تر ۴۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري؛ ښځینه یې تر ۷۴ سانتي متره پورې د مخکنیو پښو په ولیو کې قد لري او تقریبا تر ۲۵ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. چیرو لنډه لکۍ لري او په برابره اندازه اوږده غوږونه لري.
د ډسمبر میاشت یې د جنسي نزدیکت میاشت ده او په دې وخت کې یې د مخ رنګ تور ته بدلیږي خو کمه اندازه سپین وېښته هم پکې ښکاري. بدن یې خړ نصواري رنګ لري، په ژمي کې یې وېښته ګڼ یا زېاته وړۍ لري مګر دا ټولې نښې یوازې په هغه چیرو کې شته وي چې عمر یې له ۴ کالو زېات وي.
په اوړي کې نر او ښځه خپلو کې سره جلا کیږي (segregate) او په جلا شوو رمو یا ګلو کې ګرځي. له خپلې سیمې تقریبا تر ۳۰۰ کیلو متره پورې ګډوال کیږي. د جون په پای کې یا د جولای په پېل کې یو بچی (fawn) زېږوي. چیرو ټینګې په شحمیاتو غني شودې لري او په همدې وجه یې بچیانو ډېر ژر وده کوي. بچیان یې تر دوه کلو پورې بشپړ فزیکي ودې ته رسیږي.
چیرو د لوړو غرونو په وښو او بوټو ځان تغذیه کوي کوم چې د واورې له لاندې بهر راباسي. ډېر یې د زېاتې واورې ورېدنې، کمې تودوخې او ولږې له امله مړه کیږي خو د واورې د پیشوپړانګ، د وحشي پيشوګانو او لیوانو لخوا هم ښکار کیږي. په اوړي ژمي دواړوکې یې بچیان او نران د ښځو په پرتله زېات مړه کیږي خو که چېرې ژوندي پاتې شي تر لسو کلونو پورې ژوند کولای شي.
چېرو انتېلوپ یا ګزېله نده خو انتېلوپ ته ورته والی لري او مطالعو داسې ښودولې چې د وزې، پسونو او وزې انتېلوپ څخه یې نسل په نیوجېن دوره (Neogene Period) کې جلا شوی وي. یو وخت په تبت کې خورا زېات وو خو اوسمهال د سړو له وجې کم شوي او یوه ډېر برخه یې هند ته د وړۍ لپاره قاچاق شوي او له همدې امله یې د نسل راتلونکې روښانه نده.
Comments
So empty here ... leave a comment!