Koala – کوالا

د ډول علمي نوم یې (Phascolarctos cinereus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (koala bear) نوم هم اخلي، په ونه کې ژوند کوونکي دي، د فاسکولرک تیدای کورنۍ (family Phascolarctidae) غړي دي او په وام بتی فارم فرعي ډله (suborder Vombatiformes) کې شامل دي. د بدن اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۰ سانتي متره (۲۴ تر ۳۳ انچه) پورې او وزن یې ۱۴ کیلو (۳۱ پونډه) ته رسېدای شي. خو د د ویکتوریا او کوین لنډ کوالا د بدن په کچه او وزن کې سره توپیر لري. څورب بدن لري، خړ رنګ، د خېټې رنګ یې کم رنګه زېړ او یا کریمي رنګ ده، پښې یې پنجې یا منګولې لري او واړه خرس ته ورته ښکاري.
 
خواړه یې د (eucalyptus tree) ونې پاڼې دي. یوازې ژوند کوونکی ده، د بدن د هاضمې سیستم یې کمه انرژي تولید کې مرسته کوي. د اومیندوارۍ نېټه یې له ۳۴ تر ۳۶ ورځو پورې ده، د کانګرو، کوالا او ولابي وړو بچیانو ته په انګریزۍ کې (joey) نوم اخلي. ، خپل واړه بچیان تر هغه پورې په خپله کیسه یا کڅوړه کې ساتي تر څو چې په ګرځېدو راځي او له ګرځېدو وروسته یې له کڅوړې را باسي او تر یو کلنۍ پورې خپل بچی په شا سپور کړی ګرځوي. وحشي کوالا تر ۱۵ کالو پورې ژوند کوي خو په ژوبڼ کې تر ۱۵ کالو زېات ژوندی پاتې کیږي.
په ۱۹۲۰ لسیزه کې د پوستکي لپاره خورا زېات ووژل شول چې شمېر یې له څو میلیونه څو سوه زره ته کم شو. له دې پرته د نسل کمېدو کې د (Chlamydia) هم مرسته کړې. دا ناروغي د کوالا ښځینه شنډوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons