Tasmanian devil – تاسماني شیطان

د ډول علمي نوم یې سرکوفیلوس هریسي (Sarcophilus harrisii) ده، تی لرونکی مارسوپیل ده، مخکینۍ پښې یې ډېرې ځواکمنې او وروستۍ پښې یې کمزورې دي او شکل کې خرس ته ورته ده. وزن یې تقریبا ۱۲ کیلو ګرامه (۲۶ پونډه) وي او له ۵۰ تر ۸۰ سانتي متره (۲۰ تر ۳۱ انچه) پورې اوږد بدن لري. تور رنګ کې سپین ټاپي لري. ډېر بد چلند لري او له همدې امله ورته شیطان وایي. خواړه یې د مردارو شوو حیواناتو جسدونه کوم چې د سرک په سر پېښو کې مړه شوي وي دي. د یو ډول ګونګټو لاروای بچیان هم خوري خو له دې پرته په کورنیو مرغانو هم برید کوي.
 
د اومیندوارۍ نېټه یې تر درې اوونیو پورې ده او تر څلورو پورې بچیان زېږوي. د نورو مارسوپیل په څېر خېټه کې کڅوړه لري. په استرالیا کې یې نسل له منځه تللی خو په تاسمانیا کې په کال ۱۹۹۶ کې یې شمېر ۱۵۰۰۰۰ اټکل شوی وو. په وروستیو کې یو ډول سرطان چې د مخ تومور (devil facial tumour disease DFTD) ورته وایي ونیول او د دې ژوو شمېر یې خورا زېات کم کړ. دې تومور یې په مخ کې ډېره زېاته وده کوله چې له خوړو به یې تاسماني شیطان غورزوه او بلاخره ولږې به وژل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons