Bush baby – ګالاګو

د کورنۍ نوم یې ګالاګ ایدای (family Galagidae) ده، څو ډوله لومړني ژوي دي چې د شپې لخوا فعال (nocturnal)، ونه کې ژوند کوونکي (arboreal) دي. اصلي ځای یې نیمه سهارا ده. د بدن رنګ یې خړ، نصواري، سور رنګه وي. د بدن وېښته یې نرم، غټې سترګې، وروستۍ اوږدې پښې او اوږده لکۍ لري. خواړه یې حشرې، میوې او مرغان دي خو اساسي خواړه یې د ونې ترشح شوې (tree exudate) ژاولې دي. د ونې څانګو پورې ځان زوړندوي او له یوې څانګې بلې ته ځي خو کله چې ځمکې ته راکوز شي نېغ یا سیده کیني. په وروستیودوه پښو ټوپ هم وهي. د اومیندوارۍ موده یې له درې تر څلور میاشتو ده او یو یا دوه بچیان زېږوي. تقریبا ۲۰ ډولونه لري او د هر یو د بدن کچه او وزن یې له یو بل سره توپیر لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons