اسی – د خرما ونه – Acai
علمي نوم ېې (Euterpe oleracea) ده او (assai or assaí)هم لیکل کیږي. د خرما یو ډول ونه ده. اصلي ځای ېې مرکزي او جنوبي امریکا ده. د کورنۍ نوم ېې ارېکې سیای (Arecaceae)ده. او د امزون د ایسټوري سیند ( Amazon River estuary) په اوږدو کې ښې پرېمانه دي. د برازیل په هغو سیمو کې چې ډېر بارانونه وریږي خلکو خورا زېاتې کرلي. د دې ونې میوه او د میوې زړي دواړه سوداګریز ارزښت لري. په ۲۱ پېړۍ کې دا ونې او میوه دواړه په ټوله نړۍ کې وپېژندل شول. اسی یوه ونه له ۴ تر ۸ پورې ساقې لري او د ساقو رنګ ېې خړ نسواري ده. لوړوالی ېې تقریبا تر ۲۵ متره پورې رسیږي. د ګلانو القاح ېې د شاتو وړو مچیو لخوا ترسره کیږي. د میوې قطر ېې تقریبا ۱،۵ سانتي متره ده. چې کله خامه وي رنګ ېې شین او چې پخه شي رنګ ېې تېز بانجاني ته بدلیږي مګر د ځنې بوټو چې پخه هم شي شین رنګ لري. په یو کال کې د ونې یوازې یوه ساقه تر ۸ خوشو پورې میوه کوي او د هرې خوشې وزن ېې تر ۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!