DeBrazza’s monkey – د دېبرازا بیزو

علمي نوم یې سېرکو پيتېکوس نېګلېکتوس (Cercopithecus neglectus) ده، غټه ګنون بیزو (guenon) ده، په غربي کینیا، مرکزي افریقا او ایتوپیا کې ژوند کوي. د یادو سیمو په هغو ځنګلونو کې زېاتې دي چې له سیند سره نږدې وي. لومړنۍ بیزوګانې دي، سپینه ګیره لري، د بدن د وېښتو رنګ یې خړ زېړ ده، په لکۍ، وروستۍ او مخکینۍ پښو سپین نښانونه لري. ټنډه یې سره وېښته لري چې د وېښتو توره کړۍ ورڅخه تاو شوې وي. د نر وزن یې تر ۷.۵ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تر نورو ګنون بیزوګانو کمې فعالې او کمې ونې ته ختونکې دي او ډېر وخت ځنګل کې پر ځمکه ګرځي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons