Dryopithecus – ډرایو پیتېکوس
د اېپ له منځه تللي هغه نسل ته وایي چې د اېپ پلرونه ښي په کوم کې چې انسان او نور اېپس شامل دي. همداسې ډرایو پیتېکوس ته مختلف نومونه کارېدلي او لامل یې دا ده چې په مختلفو سیمو کې د دې ژو د بدن وړې برخې موندل شوي او هر کس د خپلې مطالعې له مخې نوم پرې ایښی. ډېری د بدن برخې یې په اسیا، اروپا او افریقا کې موندل شوي. خو ځینې پوهان په دې باور دي چې یوازې یو نسل ډرایو پیتېکوس ده کوم چې د افریقا د میوسېن او پلیوسېن په فوسیلي انبارونو (Miocene and Pliocene deposits) کې پیدا کیږي (۲.۶ میلیونه تر ۲۳ میلیونه کاله وړاندې تر منځ زاړه فوسیل انبارونه). د دې نسل اصلي ځای هم افریقا ښودل شوی.
د ډرایو پیتېکوس په مختلفو جوړښتونه او کچه کې موندل شوي خو شکل او جوړښت یې اړین نده بلکې د مطالعې او پېژندنې لپاره یې اړین د اوس وخت له انسان او نورو اېپس سره د تکامل توپیر ده. کانین غاښونه یې له اوسنیو انسانانو څخه غټ دي خو ځواکمنه وده یې نده کړې. د بدن غړي بې اندازې اوږده نه وو؛ سر یې لکه د اوسنیو اېپس په څېر غټ مغز نه لره.
Comments
So empty here ... leave a comment!