Ehringsdorf remains – اهرینګس ډورف پاتې شونې

انساني فوسیل ده چې د ۱۹۰۸ او ۱۹۲۵ کلونو ترمنځ د جرمني په ويمر سیمه کې وموندل شو. په دې فوسیلي موندنه کې د یو غټ انسان د کوپړۍ کاسه او لاندې زامه او د یو ماشوم پرته له سر، لاسونو، او پښو تنه چې د بازو یو هډوکی هم ورسره وو شامل دي. د سر کوپړۍ سره د کرګدن (rhinoceros)، فیل، اس او نور بوید ژو(bovid) فوسیلي جسدونه هم موندل شوي کوم چې تقریبا ۲۰۰۰۰۰ کاله زاړه دي. دا فوسیل د نیندر تال (Neanderthal) فوسیل ته ورته ده او په نیندر تال کې له دې امله ډلبندي شوی چې موندل شوې د سر کوپړۍ زنه نلري، لاندې زامه یې ډېره ځواکمنه جوړه شوې، په کوپړۍ کې د مغز کېس (braincase) لاندې او اوږد ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons