Gibbon – ګیبون
د کورنۍ نوم یې هیلو بتیدای (family Hylobatidae) ده، تقریبا ۲۰ ډولونه لري، واړه اېپس یا لومړنۍ بیزوګانې دي، په جنوب شرقي اسیا کې ژوند کوي. دبدن جوړښت یې لکه ګوریلا، چیمپانزي او بابون بیزوګانو بې لکۍ او انسان ته ورته ده. خو ګیبون بیزو کې د خپل ځان پېژندنې لوړه وړتیا نشته لکه د خپل خوښ، ناخوښ احساس درک کول، خپلې هیلې درک کول، خپله وجه درک کول… له اېپس (apes) سره یې بل توپیر داده چې اوږده لاسونه لري. بل توپیر یې په مری کې کڅوړه لرل دي چې د اواز کولو لپاره یې کاروي. ډولونه یې په څلور نسلونو کې ډلبندي شوي: هوولاک (Hoolock)، هیلو بېټس (Hylobates)، نوماسکوس (Nomascus) او سیمفالنګوس (Symphalangus). مالیکولي مالومات داسې ښي چې څلور واړه ګروپونه له یو بل سره داسې توپیر لري لکه چیمپانزي بیزو یې چې له انسان سره لري.
ګیبون یا اوږده لاسې بیزو په ونه کې ژوند کوونکې (arboreal) ده او په لاسونو باندې په څانګو پورې زوړنده له یوې څانګې بلې څانګې ته په ډېر چټکې سره ټوپ وهي. کله چې په ځمکه ګرځي لاسونه یې پورته نیولي وي (aloft) او یا یې وروسته نیولي وي او په دوه پښو قدم وهي. مونوګاموس (monogamous) دي په دې مانا چې له یوه غړي سره جنسي اړیکې ساتي او خپله سیمه د ونو په سر کې ټاکي. په وړو ډلو کې ژوند کوي او ډله یې له کورنۍ جوړه شوې وي چې بچیان او د ژوند ملګرې پکې شامله وي. په میوې، پاڼو، د مرغیو په هګیو او بچیانو او حشرو باندې ځان تغذیه کوي. د اومېندوارۍ موده یې ۷ میاشتې ده او یو بچی زېږوي چې تقریبا په ۷ کلنۍ کې جنسي بلوغیت ته رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!