ایوان ولادیمیروویچ میچورین – Ivan Vladimirovich Michurin
د اکتوبر په ۲۷ نېټه، کال ۱۸۵۵ د روسې په وېرشینو کې زېږېدلی او د جون په ۷ نېټه، کال ۱۹۳۵، د روسیې په میشورینسک کې مړ شوی.د روسیې کرهڼپوه وو چا چې د میوې او توتانو ۳۰۰ ډوله ته توسعه ورکړه. د دې چارې په ترسره کولو د شوروي حکومت لخوا وستایل شو. کله چې په روسیه کې د مندلي په جنیتیک باندې نیوکې وشوې نو د شوروي اتحاد د میشورین تیوري چې د پیوند کولو (hybridization) په اړه وه او په نړیواله کچه ساینسپوهانو رد کړې هم وه، د جنیتیک په اړه د رسمي ساینس په توګه ومنله.
Comments
So empty here ... leave a comment!