د څانګې پرې کوونه – Pruning

په باغدارۍ کې د تاک، بوټي او ونې هغه برخې پرې کولو ته وایي چې په بوټي کې ېې وده یا تولید لازم نه وي او یا هم د بوټي د ودې او تولید مخنیوی کوي. لکه د ښکلا ونو کې هغه برخې چې د بوټي ښکلا له منځه وړي، په نورو ونو یا بوټو کې وچې یا ټپي شوې برخې کومې چې د بوټي یا ونې په روغتیا یا ودې باندې منفي اغیز کوي. د څانګو پرېکونه په تاکونو او د مېوې باغونه کې معمولي ده تر څو ګلان او ښه میوه وکړای شي. همداسې د کورون په ګلبڼ کې د ګلاب څانګې پرېکول… له دې پرته هغه برخې چې یخ وهلې وي، مرض وهلې وي، تېزو بادونو خرابې کړې وي اور مړواوې کړې وي د یو پوه یا مسلکي کس لخوا پرې کولو ته اړتیا لري او که چېرې پرې نشي د بوټي د مرګ لامل ګرځېدای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons