مرخیړي وژونکي کیمیاوي توکي – Fungicide
د (Antimycotic) په نامه هم یادیږي. هر هغه کیمیاوي توکي چې مرخېړي او مرخېړي ډوله ګیاه چې د فنګس یا فنجي په نامه هم یادیږي وژني. دغه زېان رسونکې ګیاه د درې موخو لپاره وژل کیږي تر څو فصل ته زېان ونه رسوي، زهري دي انسانان ونه وژني او یا هم څاروی مړه نکړي. ډېر مرخېړي وژونکي د سپرې په توګه او یا د وچ پوډر په توګه شیندل کیږي. د (Systemic fungicides, or chemotherapeutants) په نامه په بوټو وهل کیږي چې د ممکن مرض مخه ونیسي او یا بوټي کې شته مرض له منځه یوسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!