میلي پور – Millepore
نور دوه نومونه هم لري یو نوم ېې سټینګینګ او بل ېې اورپېپر مرجان ده . د ډلې نوم ېې میلیپورینا ده، د فیلوم (پلرنو) نوم ېې سینیداریا ده. د ګرمو سیمو په سمندرونو کې په کمو ژورو اوبو کې (تر ۳۰ متره ژورو اوبو کې) پرېمانه پیدا کیږي. دا مرجان د اصلي مرجانو برعکس د انتوزوا پر ځای د هایدرا سره ډېر نږدې تړاو لري. مګر دواړه کلاسونه بیا د هایدروزوا غړي دي. ځنې ډولونه ېې تر ۵۰ سانتي متره پورې لکه د ونې په څېر څانګې غزوي. نور ېې لکه د پاڼې په څېر پراخ شکل لري. ډېر ېې سپین او زېړ رنګونه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!