ډېر وخت خلک لویه بریتانیا (Great Britain) او متحده پاچايي (United Kingdom) نومونه د یو بل په ځای کاروي مګر دا دواړه نومونه د یو بل مترادف ندي. د دې دوه نومونو کېښودو په وجو او توپیر پوهېدو لپاره باید د بریتانیا د ټاپوګانو (British Isles) په مخینه یا تاریخ پوه شو. د بریتانیا ټاپوګان د اروپا شمال لویدیځ لور ته د ټاپوګانو ټولګه ده او د دې ټاپو ګانو تر ټولو ستر ټاپو ګان بریتانیا او ایرلنډ دي خو وړې یې لکه وایټ ایل (Wight Isle) دي. په منځنیو پېړیو کې بریتانیا لفظ د یوې ځانګړې جزیرې لپاره وکارېده خو تر ۱۷۰۷ کال پورې یې کومه رسمي مانا یا بڼه نلرله. رسمي بڼه یې هغه وخت پیدا کړه چې د سکاټلنډ پاچایي د بریتانیا له پاچایي سره یو ځای شوه.
ایرلنډ هم له ۱۲ پېړۍ د انګرېزانو یوه کالونۍ وه او د سکاټلند سره د بریتانیا یو ځای کېدل دې دوه پاچایانو ته د ګرېټ بریټېن نوم ورکول ایرلنډ هم دې ته اړ وېسته چې د انګلستان د پاچایي نفوذ پر خپل ځان ومني. خو په کال ۱۸۰۱ کې ایرلنډ له انګلستان سره په رسمي ډول د یو سیاسي نهاد په توګه یو ځای شو او د دې اتحاد نوم (United Kingdom of Great Britain and Ireland) کېښودل شو چې لنډیز یې یونایټېډ کینګډوم (United Kingdom) ده. دغه اتحاد تر کال ۱۹۲۲ پورې دوام وکړ او پایله کې ایرلنډ یو جلا جمهوریت شو.
ګرېټ بریټېن (Great Britain) یو جغرافیایي اصطلاح ده او ټاپو ته رجوع کوي بریټېن (Britain) هم ورته وایي. همداسې سیاسي اصطلاح هم ده چې د متحده پاچایي (United Kingdom) یوه برخه ښي – متحده پاچایي له سکاټلنډ، انګلستان او ویلز (England, Scotland, and Wales) څخه جوړه شوې په دې کې بهر پراته ټاپوګان لکه وایټ (Wight Isle) هم شامل دي. بله سیاسي مانا یې اوسنی شمالي ایرلنډ ده چې یو خپلواک هیواد ګڼل کیږي.