Alexander Gordon Bearn – الکسندر ګورډن بېرن

د مارچ په ۲۹ نېټه، کال ۱۹۲۳، د انګلستان په چیم سوري کې زېږېدلی او د مې میاشت په ۲۹ نېټه، کال ۲۰۰۹، د متحده ایالتونو په فیلادېلفیا کې مړشوی. په انګلستان کې پیدا شوی امریکایی ډاکټر او نسل پېژندونکی وو چا چې د وېلسن ناروغي (Wilson disease) ارثي طبیعت کشف کړ, د تشخیص او د نوې درملنې د طریقې لپاره یې بنسټ تاسیس کړ.