Deferred income – مخکې له مخکې تر لاسه شوې ګټه

هغه پور ده چې کمپنۍ ته مخکې د توکو له لېږدولو یا خدماتو له وړاندې کولو ورکول کیږي او شرکت مسول ده چې په بدل کې یې توکي ولېږي او یا خدمات تر سره کړي. لکه د یوه مګزین خپرونکی د څو میاشتو د اعلاناتو خپرولو لپاره مخکې له مخکې پیسې تر لاسه کړي. کله چې وخت تیریږي نو د وړاندې شوي خدمت په اندازه مقدار ترې کمیږي.