Expense – لګښت

هغه مصرف ده چې د محاسبې په یوه ځانګړې موده کې له عوایدو کمیږي او یا په عوایدو اغیز کوي. د لګښت رامنځته کېدنې پایله په شتمنۍ کې کمی رامنځته کېدل دي. ټول مصرفونه لګښتونه ندي. د بېلګې په توګه یو شرکت یو ماشین ته اړتیا لري له یوې خوا نغدې ورکوي مګر له بلې خوا یوه شتمنۍ تر لاسه کوي په داسې حالت کې مصرف لګښت نده. خو کله چې ماشین وکاریږي او د وخت په تېرېدو سره یې قیمت کې کمی رامنځته شي نو د قیمت کمی یې لګښت ده. مصرف هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د پیسو یا د کوم ارزښت لرونکي توکي بدل کې یوه شتمنۍ تر لاسه کړو خو د لګښت په رامنځته کېدو د شرکت په ګټه کې کمی رامنځته کېدل دي.