Combine – لو او غوبل کوونکی
کمباین د ماشین نوم ده چې غنم ریبي او په عین وخت کې غنم له بوسو جلا کوي. ابتدایي تخنیک ېې له اسانو پېل شوی وو چې په اسانو پورې دغه ریبونکی تړل کېده. دغه تخنیک په لومړي ځل د امریکا په میشیګان ایالت کې، په کال ۱۸۳۶ کې وکارول شو. له دې وروسته د کیلفورنیا خلک هم ورسره اشنا شول. تر ۱۹۳۰ کال پورې کمباین یا ریبونکی نه وو میکانیزه شوی مګر کله چې ټریکټر جوړ شو دغه تخنیک میکانیزه شو او څو نمونې پکې جوړې شوې. دا ماشین کولای شي له ۲.۵ تر ۵.۵ متره پورې پراخ ځای وریبي. دا ماشین د غنمو د ریبلو لپاره جوړ شوی وو خو اوسمهال د هرې غلې ریبلو لپاره کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!