Ameura – امیورا
د ټریلوبایټ نسل (trilobites) ده (اوسمهال له منځه تللي ارتروپوډ دي). په شمالي امریکا کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي چې له ۲۵۱ میلیونه کاله تر ۳۱۸ میلیونه کاله پورې زاړه دي. دې ژو بشپړ سېفالون یا سر (cephalon) لره، د لکۍ برخه (pygidium) یې اوږد وه. ډېری یې په دفاعي حالت کې تاو شوي پیدا کیږي او له دې حالت غوره کولو یې داسې ښکاري چې د خپل بدن لاندې نرمه برخه له برید څخه ژغوري.