Bactrites – باکټریټ
د سېفالوپوډ (cephalopods) له منځه تللی نسل ده – هغه ژوي دي چې له عصري لس بازو لرونکي حلزون یا سکویډ (squid)، اته پښيو (octopus) او نوټیلوس حلزون (nautilus) سره تړاو لري. اوسمهال د ډیونین او پېرمین مودو (Devonian and the Permian periods) په ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (له ۲۴۵ میلیونه تر ۴۰۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ). ګمان کیږي چې له باکټریټ څخه دامو نوایډ او بېلېم نویډ سېفالوپوډو (ammonoids and the belemnoids cephalopods) نسل هم رامنځته شوی وي.