د کورنۍ نوم یې تراګوسيتیدای (family Trogossitidae) ده، تقریبا ۵۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. ډیری د ګرمو سیمو د ونې په وچه برخه کې یا د ساقې د لرګي لاندې پیدا کیږي. اوږدوالی یې له ۵ تر ۲۰ ملي متره (۰.۲ تر ۰.۸ انچه) پورې رسیږي. د تېنېبریو ایدېس موریتانیکوس (Tenebrioides mauritanicus) ډول لاروای بچیان یې چې (cadelles) نوم ورته اخلي د غلو په انبار (granaries) کې پیدا کیږي او خپل ځان په غله او غله کې په نورو حشرو تغذیه کوي. د ټینوکیلوس ویریسنس (Tennochilus virescens) ډول یې نیله شین رنګ لري او کلکه وحشي خوله لګوي.