Assessor – د قاضیانو او څېړونکو مرستندوی

اسېسور درې ماناګان لري لمړۍ مانا یې د یو کس یا یو شي نوعیت ارزونکي، دوېمه مانا د یو څه قیمت ارزونکی او درېمه مانا یې هغه کس ده چې په یو ځانګړي مسلک کې زده کړې لري او د اړتیا پر وخت یې د مشورې او مالوماتو لپاره محکمه یا تحقیق کوونکی ټیم راغواړي. په متحده ایالتونو کې هغه قیمت ارزونکي ته هم وایي چې د یو څه ارزښت د مالیاتو لپاره ارزوي.
 
په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې اسېسور د اروپا لویې وچې په ډېرو برخو کې وټاکل شول تر څو د قضا یا منصفه سیستم نفوذ محدود کړي کوم چې د فرانسې له انقلاب وروسته د عادلانه اصلاحاتو (egalitarian reforms) کې تعریف شو. د ټاکنې لامل یې دا وو چې د فرانسې قضایي سیستم غېرې مسلکي وو او دې مسلکي کسانو به له مسلکي قاضیانو سره ناستې لرلې تر څو په خپل مسلک کې د ځینو دوسیو په اړه پرېکړې وکړي. د فرانسې په محکمه یا منصفه قوه کې ۹ قاضیان کیني چې کوم چې د جدي جرمونو په اړه پرېکړې کوي په اصل کې دا ۹ کسان د قاضیانو او څېړونکو مرستندویان دي چې له ۳ قاضیانو سره د جرمونو په اړه پرېکړه کې مرسته کوي.
 
په جرمني کې (Schöffen) چې په انګرېزۍ کې یې مانا (lay jurists) ده د حقوق پوهانو ډله ده او دجرمونو د پرېکړې لپاره د دوه ګروپونو شکل کې سره کیني او ناسته یې هم په ځانګړو محکمو کې وي لکه د کار کوونکو په محکمه کې، له دوي سره اسېسور د کار کوونکو او د کار د مالک د استازو په شکل کې موجود وي. د انګلستان او متحده ایالتونو په سمندرې محکمو کې هم اسېسور له قاضیانو سره ګډ کار کوي له دې پرته په ځینو نورو محکمو کې هم شته.
 
په پخواني شوروي اتحاد کې، په کال ۱۹۱۷ کې له بلشویک انقلاب (Bolshevik Revolution) وروسته اسېسور د منصفه قوې ځای ونیوه. اسېسور د خلکو لخوا انتخاب کېدل او ټاکونکي یې د بزګرو او کار کوونکو شوراګانې وې. په لوړو محکمو کې اسېسور د شوروي اتحاد لخوا ټاکل کېدل. اسېسور له قاضیانو سره کېناستل خو د پرېکړې لویه برخه د اسېسور واک وو خو قاضیانو به د پوښتنو او قانون کارونې له لارې د دوي پرېکړې د خپل نفوذ لاندې راوستلې.