Butterscotch – بټر سکاچ

یو ډول سخته شیریني یا خواږه دي چې له نصواري بورې، کوچو یا د جوارو له شربت سره په اوبو کې له وېشېدو جوړیږي. ځینې خلک فکر کوي چې د دې خوږو د جوړېدو سرچینه له سکاټلنډ څخه پیل شوې او ځکه ورته بټر سکاچ نوم اخلي. په انګرېزۍ کې سکاچ سکاټلنډي ته وایي. ډېر خلک بتر سکاچ او کره مېل (caramel) نومونه د یو بل د مترادفې کلیمې په توګه کاروي خو د دواړو ترمنځ توپیر په بټر سکاچ کې د شیدو نشتوالی ده.
 
کلک بټر سکاچ نیمه روڼ وي. د بټر سکاچ چپس د چاکلیټ چپس ته ورته والی لري او په هغو خوږو خوړو کې کاریږي چې له غرمنۍ یا ماښامنۍ وروسته خوړل کیږي لکه فیریني او داسې نور. نصواري بوره او کوچ په پوډینګ (puddings)، ایسینګ (icings)، فجېس میټایي (fudges) او هر ډول ساس کې اساسي جز ده.
Share
Hide Buttons