په دې خوړو کې غوښه، سبزي په ځانګړې توګه کچالو او کرم شامل وي. نور اجزا یې په کړایي کې سره کیږي او له ماښامانۍ یا غرمنۍ سره د اضافي خوړو په توګه خوړل کیږي. په انګلستان کې ببل او سکویک خواړه له ۱۸ پېړۍ دود دي خو په اوسنیو ببل او سکویک کې ډېر خلک غوښه نه کاروي او یوازې سبزي په کړایي کې سره کوي.
اساسي جز یې کچالو دي چې نور اجزا په خپل ځان کې سره یو ځای نیسي. د دې خوړو نوم د پخولو له اواز څخه اخیستل شوی (کله چې په کړایي کې واچول شي غږ یې د پوقاڼې د چاودلو په څېر وي او له همدې امله ببل او سکویک نوم ورته اخلي). په سکاټلنډ کې ورته خواړه چې له وچې شوې سبزۍ پخیږي د کول کانوون (colcannon) په نامه او په سکاټلند کې رمبلډ ډې تمپس (rumbledethumps) په نامه یادیږي.