د فاباسیای کورنۍ (family Fabaceae) د څو ډوله بوټو دانې ته وایي. همداسې د ویګنا (Vigna) او فاسیولوس ( Phaseolus) نسلونه څو ډولونه لري کومه چې ډېره پېژندل شوې لوبیا ده. په دې کورنۍ کې ځینې ډولونه سوداګریز ارزښت لري. لوبیا زېات پروتین لري او په منځنۍ کچه وسپنه، تیامین (thiamin)، او ریبوفلاوین (riboflavin) لري.
د لوبیا ډېر بوټي د بل توکي په مرسته مستقیمه وده کوي خو ځینې بوټي یې په منځنۍ کچه لوړیږي او یا لنډ قد لري. کله یې چې بوټی وده وکړي نو مصنوعي مرستې ته اړتیا لري تر څو یې د غلې دانه راغونډل اسانه شي. د هر ډول د دانې رنګ، کچه او شکل یې توپیر لري. د ځینې ډولونو فایبر یې ډېر زېات وي او باید ښه وده وکړي تر څو د خوړو وړ شي.
په ټوله نړۍ کې سویا بین (soybeans) ډېر سوداګریز ارزښت لري، سویابین د نړۍ د میلیونونو خلکو خواړه دي او له دې پرته د سلګونو کیمیاوي توکو د ترکیب جز ده. بوټی یې له څو سانتي متره نیولې تر ۲ متره پورې وده کوي. ګلان یې سپین یا زېړ بخن رنګ لري او دانه یې مختلف رنګونه لري.