Agnathan – اګناتان
سوپر کلاس یې اګناتا (superclass Agnatha) ده، سوپر کلاس د ټکزانومۍ په کټګورۍ کې له فایلم ښکته او کلاس پورته صف یا ترتیب وي. د لومړنیو بې ژامو کبانو د ګروپ ټول غړي دي، په دې کې لمپ پرې کبان (lampreys) او په پېټرومیزونیفارم ډله کې (order Petromyzoniformes) کې ډلبندي شوي، ، هګ کبان (hagfishes) کوم چې په مکسي فارم ډله (order Myxiniformes) کې ډلبندي شوي او ډېری هغه کبان چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي شامل دي.
هګ کبان د شمالي اتلانتیک د کب نیونې د خوړو کوچنی افت ګڼل کیږي خو لمپ پرې کبان بیا د شمالي امریکا د کب نیونې خوړو ته ګواښ پیښونکی افت ګڼل کیږي ځکه چې دا کبان پرازیتي چلند لري او د شمالي امریکا د سلمون د کورنۍ (salmon family) په ټروټ کبانو (trout) برید کوي.
اګناتان کم سوداګریز ارزښت لري. په اګناتان کې کرانیاټ (craniate) فوسیلي کبان هم شامل دي او ټولې ځانګړنې یې د لومړنیو کبانو په څېر دي.
Picture by M.Buschmann – Germany, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=269108
Comments
So empty here ... leave a comment!