د نسل نوم ېې لیپوس ده. طی لرونکي حیوانات دي، ۳۰ ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې لیپوریدای ده. په عمومي توګه دا سوی له کورني سویانو اوږده غوږونه او وروستۍ اوږدې پښې لري، لکۍ ېې لنډه مګر له کورني سوی نه اوږده ده. ډېر وخت خلک صحرایي او کورني سوی کې توپیر نشي کولای لکه دامریکا جک ربیټ سوی چې صحرایي او د هند او نیپال کاپرولاګوس هیسپیدوس چې کورنۍ سوی ده.
د هر ډول د بدن اوږدوالی ېې توپیر لري خو په عمومي ډول د ۴۰–۷۰ سانتي مترو تر منځ وي. د کال په اوږدو کې خړ نصواري رنګ لري خو کوم صحرایي سویان چې د شمال عرض البلد کې ژوند کوي په ژمي کې له خړ نصواري نه سپین رنګ ته بدلیږي. خو په لرې شمالي عرض البلد کې ټول کال سپین پاتې کیږي. د ډېرو صحرایي سویانو د مثل تولید زېات ده. بچیان چې کله تازه پیدا شي مکمل وجود ېې وېښته لري او سترګې ېې خلاصې وي. له پیدا کېدو څو دقیقې وروسته په ټوپونو پېل کوي او د ګرځېدو توانایي لري. دا سویان ډېر وخت د جسد خوړونکو مارغانو، طی لرونکو حیواناتو او ځنې خزندګانو خواړه ګرځي. د لینکس په نامه ځنګلي پیشوګانې ېې ډېر ښکار کوي خو په امریکا کې چې کله د دې سویانو تعداد د ښکار له وجې کم شوی دوه کاله وروسته ورپسې د دغو پیشوګانو په نسل کې د پام وړ کمی راغلی. کله چې د سویانو تعداد زیات شي سم دلاسه د دغو پیشوګانو نسل هم زیاتیږي.