بل نوم یې (called spider mite) ده. د ټېټرانیکیډای کورنۍ (family Tetranychidae) ټول بوټي خوړونکي شني دي. په (subclass Acari) کې شامل دي. سرې غڼې د کورونو او سوداګریزو بوټو لپاره افت ګڼل کیږي په ځانګړې توګه د میوې د باغونو د ونو پاڼې او میوه دواړو باندې برید کوي. د سرې غڼې د ژوند دوران له هګۍ تر بلوغیت پورې ټول تقریبا درې اوونۍ ده. د بدن اوږدوالی یې تر ۰.۵ ملي متره پورې وي. ټول ډولونه یې سور رنګ نلري. که چېرې بوټو کې یې شمېر زیات شي د ونو پاڼې په بشپړ توګه له منځه وړلای شي. په ورته وخت کې له حشره وژونکو کیمیاوي توکو سره زیات مقاومت لري او په اسانۍ له باغونو نه ورکیږي. د له منځه وړلو لپاره یې ډېرې څېړنې شوي تر ټولو اغیزمنه لار یې په باغونو کې د (Phytoseiulus similis) ښکاري شني پرېښودل دي.