Bristol F.2 Fighter
افغانستان هم درې الوتکې په کال ۱۹۱۹ کې پېرلې وې او په کال ۱۹۲۹ کې یې تقاوت کړې. د بریتانیا د لمړۍ نړیوالې جګړې جنګ کوونکې او د کشف الوتکې وې، ډېر خلک د دې الوتکو په نوم کې (F.2) نه کاروي او یوازې (Bristol Fighter) نوم ورته اخلي د نړۍ په ځینې سیمو کې ورته (Brisfit or Biff) نومونه هم اخلي. دا الوتکې د دې لپاره جوړې شوې وې ترڅو له لمړۍ نړیوالې جګړې مخکې جوړې شوو (Royal Aircraft Factory B.E.2c) د کشف الوتکو ځای ونیسي.
جوړونکی شرکت یې (British and Colonial Aeroplane Company) دی، طرحه کوونکی ( Frank Barnwell) وو، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۱۶ کې د سپټمبر په ۹ نېټه کړې، په ۱۹۳۰ لسیزه کې تقاوت شوي، بنسټیز کارونکي یې (Royal Flying Corps and Polish Air Force) وو، د ۱۹۱۶–۱۹۲۷ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شو شمېر ۵۳۲۹ دی او په کال ۱۹۱۸ کې د یوې الوتکې قیمت ۱۳۵۰ پونډه وو.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی: ۷.۸۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۹۶ متره
لوړوالی : ۲.۹۷ متره
د وزرو سطحه : ۳۷.۶۲ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۹۷۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن: ۱۴۷۴ کیلوګرامه
پاور پلنټ olls-Royce Falcon III liquid-cooled V12 engine, 275 hp (205 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۹۸ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه: ۵۹۳ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په ثانیه کې ۴.۵ متره
وسله : دوه ماشیندارې چې یوه د تنې پاسه برخه کې د ویکرز په نامه وه او بله د پیلوټ له برخه سره لیویس ماشینداره وه، بمونه یې تر ۱۱۰ کیلو ګرامه یا ۲۴۰ پونډه پورې غورزولای شول
افغانستان هم درې الوتکې په کال ۱۹۱۹ کې پېرلې وې او په کال ۱۹۲۹ کې یې تقاوت کړې
استرالیا هم د تولید جواز تر لاسه کړی وو
نیوزلنډ ۷ الوتکې لرلې
پولنډ ۱۰۷ الوتکې ترلاسه کړې وې
د شوروي اتحاد دوه پېرلې وې
سوېډن یوازې یوه انتقال کړې وه
د یوګوسلاویا پاچایي هم یوه لرله
Comments
So empty here ... leave a comment!