Hawker Hart

په ۱۹۳۰ لسیزه کې افغانستان هم پېرلې وې، د انګلستان سپکې بم غورزونکې الوتکې وې ، طرحه کوونکی یې (Sydney Camm) وو، جوړونکی شرکت یې (Hawker Aircraft) وو، مختلف ډولونه یې تولید شوي، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۲۸ د جون په میاشتې کې کړې، په کال ۱۹۳۰ کې نندارې ته وړاندې شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force) وو.
افغانستان، کاناډا، مصر، اېستونیا، هند، ایران، سوېلې افریقا، سوېډن، یوګوسلاویا، بلجیم هم کارولي.
 
اوږدوالی : ۸.۹۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۳۶ متره
لوړوالی : ۳.۱۸ متره
د وزرو مساحت : ۳۲.۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۱۵۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۰۸۹ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Rolls-Royce Kestrel IB water-cooled V12 engine, 510 hp (380 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۹۸ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۶۹۲ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ۸ دقیقو او ۳۰ ثانیو کې ۱۰۰۰۰ فټه
اسلحه : ۷.۷ اېم اېم مخکې فیر کېدونکې ویکرز ماشینداره، یوه لیویس ماشینداره، د وزرو لاندې تر ۲۲۷ کیلو ګرامه یا ۵۰۰ پونډه بمونه
HawkerHindShuttleworth2004
Hawker Hart By Paul Maritz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons