Potez XV
د فرانسې یو ماشین لرونکې، دوه وزره، الوتکه وه، د یوه فرانسوي لویز کورولر (Louis Coroller) په شخصي سرمایه جوړې شوې وې. جوړونکی شرکت (Potez) دی او پولنډ کې تولید کېدې. لمړۍ الوتنه یې د کال ۱۹۲۱ په اکتوبر کې کړې، په کال ۱۹۲۳ کې نندارې ته وړاندې شوي، اساسي کارونکي یې (French Air Force and Polish Air Force) وو، د ۱۹۲۳-۱۹۲۶ کلونو تر منځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو شمېر ۶۸۷ دی. د بلغاریا، دنمارک، رومانیا، هسپانیا او یوګوسلاویا هوایي ځواکونو هم کارولي.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۸.۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۶۸ متره
لوړوالی : ۳.۲ متره
بې وسایلو وزن : ۱۴۸۷ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۹۵۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Lorraine-Dietrich 12Db water-cooled V12 inline engine, 309 kW (415 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۰۲ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۵۱۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۷۹۸ فټه
وسله : مخکې برخه کې یوه ۷.۷ اېم اېم ویکرز ماشینداره، یوه ۷.۷ اېم اېم لیویس ماشینداره، تر ۱۲۵ کیلو ګرامه یا ۲۷۶ پونډه بمونه
دې الوتکو درې ډولونه لرل
Potez XV
د تولید یو ډول وو کوم کې چې۴۰۰ هارس پاوره ماشین نصب شوی وو
Potez XV HO.2
د کتنې او څار لپاره د دوه پیلوټانو الوتکه وه
Potez XVII
د بلغاریا لپاره یوازې شپږ تولید شوې وې
Comments
So empty here ... leave a comment!