Arado Ar 66

په ۱۹۳۳ کې د جرمني د یوه ماشین لرونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه وه، د جوړونې موخه یې په (Eastern Front) باندې د شپې لخوا برید کوول وو، طرحه کوونکی یې (Walter Rethel) او جوړونکی شرکت یې (Arado Flugzeugwerke) وو، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۳۲ کې کړې، نندارې ته په کال ۱۹۳۳ کې وړاندې شوې، اساسي کارونکي یې (Luftwaffe) وو. د چکسلواکیا او هسپانیا هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی: ۸.۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰ متره
لوړوالی : ۲.۹۳ متره
بې وسایلو وزن : ۹۰۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۳۳۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Argus As 10C inverted V-8 air-cooled piston engine, 179 kW (240 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۱۰ کیلو متره
د ناستې سرعت : په ساعت کې ۸۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۷۱۶ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۸۵۳ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۴۵ کیلو ګرامه
د تېلو مصرف : په ۱۰۰ کیلو متره کې ۲۶.۷ لیتره
وسله : د ۲ او ۴ کیلو ګرامو د پرسونل ضد بمونه
 
څلور ډولونه یې لرل
Ar 66a
د لمړنیو جوړو شو الوتکو ډول وو
Ar 66b
د لمړنیو الوتکو دوېم ډول وو کومې چې په اوبو کې د ناستې وړتیا لرله
Ar 66B
په سمندرې کې کارېدونکې الوتکې وې او د روزنې لپاره کارېدې د روزنې لپاره د (Ar 66C) الوتکو ډول وو
Ar 66C
تر ټولو پرمختللی ډول وو
Arado Ar.66
Arado Ar.66 By Bzuk

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons