Breda Ba.88

د (Breda Ba.88 Lince) په نامه هم پېژندل کیږي، د ایټالیا برید کوونکې الوتکه ده کومه چې په دوېمه نړیواله جګړه کې (Italian Regia Aeronautica) کارولې. د وزن د انتقال وړتیا یې نلرله، طرحه یې ډېره ساده وه کومې چې له خرابې هوا، اوبو سره مقاومت نلره خو په خپل وخت کې پرمختللې الوتکه ګڼل کېده. وروسته په الوتکه کې پوځي مهمات نصب شول او سرعت یې له منځه یوړه.
 
جوړونکی شرکت یې (Ernesto Breda) دی، طرحه کوونکي یې (Giuseppe Panzeri and Antonio Parano) دي، د ۱۹۳۶ کال په اکتوبر کې یې لمړنۍ الوتنه کړې، په کال ۱۹۳۹ کې یې کارونه پېل شوې او په کال ۱۹۴۱ کې بېرته تقاوت شوي. اساسي کارونکي یې (Regia Aeronautica) وو، د ۱۹۳۶–۱۹۴۰ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۴۹ دی.
 
دوه ډولونه یې لرل
Ba 88 Lince
برید کوونکې او د کشف الوتکه
Ba 88M
درې الوتکو کې بدلون او اضافه رامنځته شوه، د وزرو پراخوالي کې یې تغیر راوستل شو او بل ماشین پکې نصب شو
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۷۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۶ متره
لوړوالی : ۳.۱ متره
د وزرو سطحه : ۳۳.۳۴ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۴۶۵۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ دوه ماشینونه یې لرل او هر یو Piaggio P.XI RC.40 Stella 14-cyl. air-cooled radial piston engines, 746 kW (1,000 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۹۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ۷ دقیقو کې ۹۸۴۳ فټه
وسله : په څوکه کې درې ۱۲.۷ اېم اېم (Breda-SAFAT) ماشیندارې، یوه یې په وروسته برخه کې وه، تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
See the original picture here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons