Fairey Battle

د انګلستان سپکه بم غورزونکې الوتکه وه، د جوړونې موخه یې د ( Hawker Hart and Hind biplanes) زړو الوتکو ځای نیوونه وه، ماشین د دواړو الوتکو ورته وو خو د بمونو د بار په کچه کې یې زیاتوالی, د پیلوټانو ځای دوه او د یو څارونکي لپاره هم ځای پکې طرحه شوی وو. د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په (Phoney War) جګړه کې برخه واخیسته خو د ۱۹۴۰ لسیزې پای کې یې دې الوتکو ته خورا زیات زیان واوښته او بلاخره انګلستان له پوځي عملیاتو ووېستلې.
 
جوړونکی شرکت یې (Fairey Aviation Company) ده، طرحه کوونکی یې (Marcel Lobelle) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۶ کال د مارچ په ۱۰ نېټه کړې، پوځي کارونه یې د ۱۹۳۷ کال په جون کې پیل شوې، په ۱۹۴۹کال کې تقاوت شوي. اوسمهال ۵ الوتکې په میوزیم کې پاتې دي. اساسي کارونکي یې (Royal Air Force, Belgian Air Force, Royal Australian Air Force, Royal Canadian Air Force and Free Polish Air Force) وو، د ۱۹۳۷–۱۹۴۰ کلونو تر منځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۱۸۵ وو. د استرالیا، بلجیم، کاناډا، هند، ایرلنډ، یونان، پولنډ، سوېلې افریقا او ترکې هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه یو څارونکی
اوږدوالی : ۱۲.۹۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۶.۴۶ متره
لوړوالی : ۴.۷۲ متره
د وزرو سطحه : ۳۹.۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۰۱۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۸۹۵ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Rolls-Royce Merlin II liquid-cooled V12 engine, 1,030 hp (768 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۱۳ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په څلور دقیقو او شپږ ثانیو کې ۵۰۰۰ فټه
اسلحه: یوه (Browning machine gun) مخکې فیر کېدونکې او یوه (Vickers K machine gun) وروسته فیرکېدونکې ماشینداره، دوه دوله د ۱۱۰ کیلو
ګرامه او ۲۳۰ کیلو ګرامه بمونه

Fairey Battle - Reims-Champagne - Royal Air Force- France 1939-1940. C604
Fairey Battle – Reims-Champagne – Royal Air Force- France 1939-1940. C604 By Hensser H (Mr), Royal Air Force official photographer
Fairey Battle
Fairey Battle By Emoscopes
 

Fairey Battle - Reims-Champagne - Royal Air Force- France, 1939-1940. C783
Fairey Battle – Reims-Champagne – Royal Air Force- France, 1939-1940. C783 By Devon S A (Mr), Royal Air Force official photographer

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons