هند له افغانستان سره د درې الوتکو مرسته کړې
د فرانسې وړه چورلکه ده، په زیاته تودوخه کې د لوړې الوتنې وړتیا لري. یادې الوتکې د هند هوایي ځواک د نظامي چورلکې په توګه کاروي. یاده چورلکه د (Aérospatiale Alouette II) چورلکې له تنې او د (Alouette III) چورلکې له پرزو او ماشین جوړه شوې ده. د ۱۹۷۲ کال د جون په ۲۱ نېټه یادې چورلکې تر ۴۰۸۱۴ فټه پورې لوړه الوتنه وکړه او تر ۲۰۱۷ کال پورې بلې کومې چورلکې دومره لوړه الوتنه نده کړې.
په هندې کې یادې چورلکې د (Hindustan Aeronautics Limited) شرکت د جواز لاندې تولیدوي او دا چورلکې د چیتا (Cheetah) په نامه یادیږي، وروسته پکې تر پخوا ځواکمن (Turbomeca TM 333-2M2 engine) ماشین وکارېده او د تولید دا ډول یې د چیتل (Cheetal) په نامه پېژندل کیږي. د تولید یو بل ډول یې هند تولید کړی کوم چې لینسر (Lancer) په نامه یادیږي او په دې ډول کې وسله هم کارېدلې همدا وسله لرونکی ډول یې برازیل کې هم د جواز لاندې (Helibras) شرکت تولیدوي او د (Gavião) په نامه پیژندل کیږي.
جوړونکي شرکتونه یې درې دي په هند کې یې جوړونکی شرکت (Hindustan Aeronautics Limited HAL) ده، په برازیل کې (Helibras) او په فرانسه کې یې (Aérospatiale) شرکت تولیدوي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۹ کال د مارچ په ۱۷ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۷۱ کال په جولای کې پیل شوې، تر اوسه یوازې د چیل پوځ تقاوت کړي، اساسي کارونکي یې د هند هوایي ځواک ده.
پیلوټ : یو او څلور سپرلۍ همداسې تر ۱۱۳۵ کیلو ګرامه پورې په الوتکه پسې زوړند وزن انتقالولای شي
اوږدوالی : ۱۰.۲۴ متره
د څرخ قطر : ۱۱.۰۲ متره
لوړوالی : ۳.۰۹ متره
پاور پلنټ Turbomeca Artouste IIIB turboshaft, 649 kW (870 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۹۲ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۰۸۰ فټه
مختلف ډولونه لري
SA 315B Lama
له ۱۹۷۲کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې یې تر ټولو چورلکو لوړه الوتنه کړې
HB 315B Gaviao
د (SA 315B Lama) ډول ده کوم چې په برازیل کې د جواز لاندې تولیدیږي
HAL Cheetah
د (SA 315B Lama) ډول ده کوم چې په هند کې د جوازلاندې تولیدیږي
HAL Lancer
نظامي شوې وسله لرونکې چورلکه ده، زغره پکې کارېدلې، ښیښې یې تر نورو کلکې دي، د وسلې لپاره دوربین لري، تر ۱۲.۷ اېم اېم پورې ماشیندارې او تر ۷۰ اېم اېم پورې راکټونه پکې نصب دي.
HAL Cheetal
عصري شوی ډول ده په کوم کې چې (Turbomeca TM333-2M2) ماشین نصب ده او تر نورو یې سرعت زیات ده, زیات نه زیات سرعت یې په ساعت کې ۲۱۰ کیلو متره ده او تر ۵۶۰ کیلو متره پورې الوتنه کولای شي